د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه وکړه


د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا افغانستان کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی. 

ددغه سازمان مشر ویلي چې په افغانستان کې ښکېلې خواووې باید جګړو ته د پای ټکی کېږدي او د جګړو پر ځای دې د سولې لار خپله کړي.

هغه ټينګار کړی چې د افغانستان سولې پروسه دې په مکه معظمه کې د علماوو کنفرانس د هغې پرېکړې پر بنياد مخه ته لاړه شي چې دوه کاله وړاندې يې په افغانستان کې د جګړې ختمولو په اړه کړې وه.

د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي، د تاوتريخوالي ختمولو او د مذاکراتو په اړه د ياد سازمان دريځ معقول دی او افغان حکومت ترې هرکلی کوي.

  • 07 لړم 1399